په اوکراین کې د جبهې په څو لومړیو کرښو کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي.
د اوکراین او روسیې چارواکو وویل چې د دواړو هېوادونو ځواکونو د جبهې په څو کرښو کې د توپونو په ګډون پر یو بل د درنو وسلو ډزې کړي دي.
د اوکراین پوځ ویلي چې ځواکونو یې د لوهانسک او دونیڅک سیمو په ختیځو برخو کې د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي دي.
پوځ دغه راز ادعا کړې چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د ایران او روسیې څو بې پیلوټه الوتکې او دوه کروز میزایل رانسکور کړي دي.
دغه ادعا سمدستي نه ده تایید شوې.
روسي ځواکونو د اوکراین پربنسټیزو او ملکي تاسیساتو د بریدونو لپاره په ایران کې له جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو یا ډرون څخه کار اخیستی دی.
د دغو بریدونو په ترڅ کې د پلازمېنې کییف په ګډون په ډېرو ښارونو کې برښنا او اوبه قطع شوي دي.
د اوکراین د برښنا ملي ادارې د شنبې په ورځ وویل چې په کییف او اووو نورو سیمو کې به د برښنا پارچاوي زیاته شي ځکه د دې هېواد د برښنا د تولید تاسیسات د روسیې په هوایي بریدونو کې ډېر زیانمن شوي دي.
د اوکراین په خیرسون سیمه کې چې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د جګړې یو ډګر دی.
د روسیې خوا ګومارل شوي چارواکي د خلکو ایستلو ته دوام ورکوي.
روسي چارواکي، خلک او ځواکونه د نیپرد سیند بلې غاړې ته لېږدوي. د روسیې پوځ وویل چې د ورځې له پنځو زره زیات ولسي وګړي د سیند ختیځې غاړې ته لېږدول کېږي.
د دې سیمې په جنوبي برخه کې اوکرایني ځواکونو له څو اونیو راهیسې یرغلیز عملیات مخته وړي چې اوس هم ورو مخته ځي.
دغه ځواکونه دې ته نږدې شوي چې د دنیپرپرسیند د خیرسون بندري ښارګوټۍ چې روسیې په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د یرغل په لومړیو کې نیولی، بېرته ونیسي.