د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

امریکا د روسیې پر ضد جګړه کې له اوکراین سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ


د عکس ښي لور ته د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او چپ لور ته د اوکراین له ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د عکس ښي لور ته د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او چپ لور ته د اوکراین له ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون کییف ته د سفر پرمهال په امریکا منځمهالو انتخاباتو ته له پام پرته، د روسیې پرضد جګړه کې له اوکراین سره امریکا د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د متحدوایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون په یوه ناڅاپي سفر کییف ته ورسېد او هلته یې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي سره په کتنه کې وویل، د راروانې سه شنبې په ورځ د امریکا د منځمهالو انتخاباتو نتایج چې هرڅه وي، هېواد به یې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

یو شمېر جمهوریپالو سیاستوالو ویلي چې که یې د نوامبر د اتمې په انتخاباتو کې د کانګرس اداره ترلاسه کړه نو له کییف سره د امریکا مرستې به کمې کړي.

تېره میاشت د استازو جرګې مخکښ جمهوریپال غړي کیوین مککارتي وویل، امریکا باید اوکراین ته سپین چک ورنه کړي، خو د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار بېګا ناوخته د اوکراین د جمهوري ریاست په دفتر کې یوې خبري غونډې ته وویل:"موږ قاطع نیت لرو چې لازم امکانات به له اړتیا سره سم چمتو کوو او د دې کار لپاره به د دواړو ګوندونو رایې واخلو."

سولیوان له ولسمشر زیلینسکي او د اوکراین د وسله وال پوځ له لوی درستیز اندري ییرماک سره تر کتنې وروسته وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن په اقتصادي، بشري او امنیتي برخو کې له اوکراین سره د مرستې لپاره د دواړو ګوندونو همکارۍ ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې پوره ډاډ لري چې امریکا له اوکراین سره د مرستو په مسئله کې قاطع ده او په دې دریځ کې به یې هېڅ ډول تزلزل رانه شي.

له دې څرګندونو وروسته پنټاګون له اوکراین سره د نورو ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.

د اوکراین لپاره د روسیې پرضد په جګړه کې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو مرستې حیاتي ګڼل کېږي.

له دې یوه ورځ مخکې ډیموکرات سناتور کریس کونس او د امریکا د سنا بل غړی راب پورتمن په کییف کې وو څو له اوکراین سره د مرستې لپاره د دواړو ګوندونو له خوا ډاډ ورکړي.

د اوکراین لوی درستیز ښاغلي یرماک وویل چې له ښاغلي سولیوان سره بېګانۍ لیدنه ډېره مهمه وه او زیاته یې کړه چې د اوکراین متحدان د ده د هېواد له ټول وضعیت څخه پوره خبر دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG