د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

روسيې يو ځل بيا د اوکراين پر بنسټيزو تاسيساتو بريدونه کړي


د روسيې او اوکراين جګړه
د روسيې او اوکراين جګړه

په دې ورځو کې په اوکراین کې د برښنا او اوبو د جریان پرې کېدا په یوه عادي چاره بدله شوې.

په پلازمېنه کییف کې، د اوبو یوه نل ته نژدې په لسګونو کسان له لویو ګیلنو سره راټول شوي دي.

یو یې هم سیرګې دی.

نوموړی وايي: "له سهاره تر اوسه په کور کې اوبه نه‌لرو. په اوبو پسې دلته راغلي یو. اوبه نه‌شته، برښنا نه‌شته او مرکز ګرمي هم له فعالیته لویدلې."

د ویتالي په څېر یو شمېر کسان چې له لیرې ځایونو د اوبو لپاره دلته راغلي وایي، اوه کیلو متره لاره یې وهلې او له اوبو ډکو دوو شل لیتره ګیلنو سره بېرته کور ته ځي.

نوموړی وايي: "زه شل لیتره دوه ګیلنې لرم. له شاوخوا اوه کیلومتره لیرې واټن څخه دلته راغلی یم. برښنا او اوبه نه‌لرو. لیفتونه هم کار نه کوي، مخابراتي شبکې غیر فعالې دي او انترنټ هم نه‌شته. له مجبوریته دلته راغلی یم."

د روسیې بریدونو د اوکراین د انرژۍ د تولید د ستګاوو او نورو بنسټیزو تاسیساتو زیان رسولی دی.

ان روغتونونه هم د اوبو او برښنا له کمي سره مخ شوي دي.

نادیا چې د کییف په یوه روغتون کې کار کوي وايي: "اوبه د سهار اته نیمې بجې بندې شوې. د روغتون ټولې برخې اوبه نه‌لري. په ځینو برخو کې اوبو ذخیره شوې وې چې هغه هم مصرف شوې. اوس نو اوبه نه‌شته."

د برښنا پرې کېدو د کییف او د اوکراین په نورو ښارونو کې ډېرې سیمې تیارې کړي دي.

تاتانیا دیمیترویو د کییف په یوې لوړپوړې ودانۍ کې ژوند کوي.

نوموړې وايي: "په اتلسم پوړ کې ژوند کوم. دواړو ماشومانو ته مې په زینو کې ختل ډېر ستونزمن دي. په ختو کې څو ځایه دمه کوو چې ساه واخلو."

"نن شپه شاوخوا څلور نیم ملیون کسان په موقت ډول له انرژۍ څخه بې برخې شوي دي."

روسي چارواکو نن جمعه وویل چې، د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو د روسیې بریدونه دوام لري.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي تېره شپه په وینا کې روسیه د هغه څه په خاطر چې نوموړي د انرژۍ تروریزم وباله تورنه کړه.

زلنسکي وويل: "نن شپه شاوخوا څلور نیم ملیون کسان په موقت ډول له انرژۍ څخه بې برخې شوي دي. په حقیقت کې روسیې چې د انرژۍ تروریزم ته مخه کړې، زموږ د دښمن کمزوري ښیي. هغوی د جګړې په ډګر کې اوکراین نه‌شي ماتولی، نو له دې لارې هڅه کوي چې خلکو ته زیانونه ورسوي."

د اوکراين ولسمشر ولادمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولادمير زلنسکي

روسیې په تېرو څو اونیو کې له بې پیلوټه الوتکو څخه په استفادې، د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو توغندویي او هوایي بریدونه کړي دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، د دې هېواد ځواکونو لږ تر لږه اته شاهد ۱۳۶ ډوله درون الوتکې د دنیپرو پیتروفسکو په سیمه کې راغورځولې دي.

روسیې دا سیمه چې د پولادو د تولید یو لوی مرکز دی، ډېر ځلې په حملو کې په نښه کړی دی.

دغه بریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې اوکرایني ځواکونو د اوکراین له شمال ختیځو سیمو روسي ځواکونه ایستلي او په ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې یې هغوی په شا تمبولي دي.

XS
SM
MD
LG