د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د پوتین له لوري لاسلیک شوی قانون؛ د جدي جرمونو مرتکبین هم پوځ کې شاملېدای شي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین مسکو کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین مسکو کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې د جدي جرمونو مرتکبین هم په پوځ کې شاملېدای شي.

پوتین د نومبر په څلورمه په مسکو کې د ځوانانو او رضاکارانو سازمانونو غړو ته په وینا کې وویل چې له سپټمبر میاشتې راهیسې کې د ۱۸۰۰۰رضاکارانو په ګډون ۳۱۸ زره کسان له جګړې سره یوځای شوي دي.

پوتین تر دې وینا مخکې یو سند لاسلیک کړ چې له مخې سې پوځ کې د هغو کسانو د شاملېدو امکانات برابرېږي چې مکرر او درانه جرمونه یې کړې دي. ان د ماشومانو جنسي تېري، خیانت، جاسوسۍ یا تروریزم محکوم شوي کسان هم د راپورونو له مخې د پوتین د دې فرمان په اساس پوځي لیکو ته ورتلی شي.

روسیې په اوکراین باندې په فبروري کې د غیرموجه یرغل د پیل په ورځو د اوکراین ګڼې سیمې لاندې کړې خو د اوکراین د ځوابي عملیاتو له امله په وروستیو میاشتو کې سخت ځاني تلفات ور واوښتل او اوکرایني پوځیانو د خپل هېواد ګڼې اشغال شوې سیمې بېرته ونیولې.

د پوځي بسیج د فرمان تر صادرېدو وروسته لسګونه زره روسان له هېواده وتښتېدل.

دې موضوع او هغه خنډونه چې روسیه د اوکراین په سویلي او ختیځو برخو کې ورسره مخ شوې او له امله یې د اشغالي سیمو په کنټرول کې پاتې راغلې ساتلو، کرملین دې ته اړ ایستی چې یوه نظامي مسوده وړاندې کړي او په زیاتېدونکي توګه په اجیرو پوځیانو او چیچن سرتېرو تکیه وکړي.

په اولیانوسک ښار کې مېشتو عسکرو د نومبر په ۴مه ازادي راډیو ته تایید کړه چې د روسیې له چوواشیا جمهوریت څخه شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیانو ته اجازه ورکړل شوې چې بېرته کورو ته ستانه شي ځکه هغوی د خدمت په بدل کې د پېسو د غوښتلو لپاره بغاوت کړی وو.

XS
SM
MD
LG