د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

روسیه د "کوري ایلند" ټاپوګان خپل ګڼي خو جاپان ته دا مسئله بل ډول ده


دوهمه نړیواله جګړه، په عملي ډول، په ۱۹۴۵ ميلادي کال کې پای ته ورسېده. خو کله چې د جګړې د پای ته رسولو د رسمي تړون خبره شوه، جاپان او پخواني شوروي یې له لاسلیکه ډډه وکړه.

اویا کاله مخکې، په دوهمه نړیواله جګړه کې له وروستي ډز سره، د هغه مهال شوروي د جاپان په شمال کې یو شمېر کوچني ټاپوګان ونیول چې کوري ایلند ورته ویل کېږي.

اوسنۍ روسیه دا ټاپوګان خپل حق ګڼي او ادعا کوي چې په جګړه کې یې ګټلي دي خو د جاپان لپاره دا مسئله بل ډول ده.

جاپانیان دا کوچني ټاپوګان، جاپانیان د ځان ګڼي او وايي چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د پخواني شوروي د تشدد او د غربي قدرتونو د مداخلې له امله ورڅخه واخېستل شوو.

د جاپان حکومت، په شمالي پسفیک کې څلور ټاپو ګان ایتیروپ، کوناشیر، شیکاتون اوهابومي د خپلې خاورې برخه ګڼي او خپلې شمالي سیمې ورته وايي.

د کونا شېر ټاپو د جاپان له اصلي خاورې یوازې شل کيلومتره واټن لري خو اوسمهال روسان په کې مېشت دي.

رپوټونه وايي، اوسمهال یوازې په لانجمنو ټاپوګانو کې لږترلږه نولس زره روسان مېشت دي.

په دې ټاپوګانو کې مېشت روسان کبان نیسي او د کبانو تجارت کوي. د هغوي اقتصادي وضعیت ښه نه دی او چندان کار نه دی ورته شوی.

داسې اټکل کېږي چې د کوریل ټاپوګانو څخه یوازې د هغو موادو او محصولاتو له درکه چې په سمندر کې موندل کېږي، د کال څلور میلیارد ډالر عواید ترلاسه کېدلای شي.

جاپان ویلي چې که روسیه دا ټاپوګان بېرته ورته وسپاري، دوی به د کب نیونې تجارت او په سیمه کې د سیاحت ودې ته زیات پام وکړي.

خو یوه سروې چې تېرکال وشوه، څرګندوي چې ۷۸ فیصده روسان، جاپان ته د دې څلورو ټاپوګانو له ورکولو سره مخالف دي.

د دې ټاپو یوې اوسېدونکې رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "دلته جنګ نشته خو سوله هم نه لرو. "

د کوریل په نوم د ټاپوګانو دا مجموعه لکه څاڅکي، یو په بل پسې د جاپان او روسیې ترمنځ پراته دي.

تر دوهمې نړيوالې جګړې مخکې، د روسیې او جاپان سرحد داسې ټاکل شوی و چې د ټاپوګانو شمال ته روسیه او جنوب ته یې د جاپان خاوره ګڼل کېده خو تر جګړې وروسته، پخوانی شوروي رامخکې شو او دا سیمې یې د ځان کړې.

رپوټونه وايي، د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې امریکا او بریتانيې له مسکو سره ژمنه وکړه چې که د جاپان پرضد په جګړه کې د دوی په ملاتړګډون وکړي، د جګړې په پای کې به د کوریل ټاپوګان ورته وسپارل شي.

د جاپان حکومت وايي، هغه څلور ټاپوګان چې د دوی خاورې ته نېږدې پراته دي، د کوریل ټاپوګانوپه ګڼه کې نه دي او له دې امله، پخواني شوروي د هغوی د نیولو حق نه درلود.

د پخواني شوروي دیکتاتور جوزف ستالین په ۱۹۴۷ کال کې په زور، د کوریل ټاپوګانو څخه د جاپانیانو د شړلو کمپاین ترسره کړ او زرهاوو جاپانیان یې مجبور کړل چې خپل کلي او کورونه پرېږدي او د جاپان د اصلي خاورې پر لور وتښتي.

یوه جاپاني وګړي چې په نولس سوه اوه څلوېښت میلادي کال کې د جوزف ستالین د کمپاین په ترڅ کې له دې ټاپوګانو ایستل شوی و، په ۲۰۰۵ میلادي کال کې خپلې سیمې ته تر ستنېدو وروسته، مطبوعاتو ته وویل چې سیمه په ډېران بدله شوې وه.

خو دا کوریل ټاپوګان د روسې لپاره یوازې اقتصادي اهمیت نه لري بلکه د هغه هېواد له اوسنۍ پوځي سټراټيژي سره مرسته کوي.

د دې ټاپوګانو ترمنځ د اوبو ژورې لارې د روسیې اوبتلونو ته په اسانۍ لار ورکوي چې پسفیک سمندر ته تګ – راتګ وکړي.

ویل کېږي چې که روسیه دا څلور ټاپوګان جاپان ته ور پرېږدي، د امریکا متحد ایالات به پر شیکاتون ټاپو یوه پوځي اډه هم جوړه کړي.

رپوتوڼه وايي، د روسیې او جاپان د دې زړې لانجې یوممکن حل "دوه ټاپوګان او یوه الفا " بلل کېږي چې له مخې به یې دوه کوچني ټاپوګان، شیکاتون اوهابومي ټاپوګان او د دې ټاپوګانو د کب نېولو سیمې جاپان ته وسپارل شي. روسیه به یو بل امتیاز هم جاپان ته ورکوي چې لا نه دی څرګند شوي.

په مقابل کې به یې جاپان پر دوو سترو ټاپوګانو کوناشیراوایتیروپ چې د روسیې پوځ ستر تاسیسات په کې جوړ کړي او پراخ حضور لري، خپله ادعا لغوه کړي.

څارونکي داسې ګڼي چې د حل د دې لارې پر اساس، جاپان ته ښايي دا امتیاز هم ورکړل شي چې د دواړو سترو ټاپوګانو شاوخوا ته د کب نیولو حق ولري.

خو که چېرې جاپان او روسیه په خپلو کې پر [الفا] یا هغه اضافي امتیاز چې روسیه به یې ورکوي، جوړ شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې یو تړون ممکن دی او په دې ډول، ښايي بلاخره دوهمه نړیواله جګړه ، په رسمي ډول پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG