طالبان: په روسیه کې د جوړېدونکې غونډې بحثونه به نیمګړي وي

د طالبانو بیرغ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په روسیه کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې بحثونه به نیمګړي وي.

په یو بیان کې چې دې وزارت پر ټوېټر خپور کړ راغلي چې په دې ډول غونډو کې د طالبانو د حکومت نه ګډون به له نړیوالو سره د دوی پر تعامل ناوړه اغېز وکړي.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له قوله خبر ورکړی چې په پام کې ده د روانې نومبر میاشتې په نیمايي کې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ په چوکاټ کې د روسیې، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو په ګډون یوه غونډه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان له نږدې پنځلس میاشتنۍ واکمنۍ سره سره تراوسه د نړیوالو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.