ملګري ملتونه: د افغانستان د سوکاله راتلونکي لپاره ښځې مهم نقش لري

ارشیف: په کابل کې د یو شمېر ښځینه معترضانو د لاریون انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مدیره ډامنیک ایزابیل هایډ وايي، افغانستان ته تللې، چې په راروانو ورځو کې له ښځو د ژوند تامین لپاره د دوی د مبارزو او هیلو په باب واوري.

هغې نن په ټوېټر کې لیکلي، چې ښځې د دغه هېواد مهمه برخه ده چې د کورنیو د ثبات دغه راز د ټولنې او افغانستان د سوکاله راتلونکي لپاره مهم نقش لري.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼې ښځې په دولتي ادارو کې له کاره منع کړای شوي او وخت ناوخت د دوی لاریونونه هم ځپل شوي دي.