طالبان: د کابل په پنځمه ناحیه کې یوې چاودنې ۷ کسان ټپیان کړي

ارشیف

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې یوې چاودنې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا ۷ کسان ټپیان کړي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې چې بېګا یې رسنیو ته واستوله، ویلي دي چې چاودنه پرون ماسپښین د شیخ محمدروحاني په جومات کې دننه، هغه مهال وشوه چې لمونځ کوونکي د ذکر لپاره راټول شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور آزادۍ راډیو ته وویل چې د پېښې ټپیان واړه ملکي وګړي او ټپونه یې برسېرن دي.

د دې حملې مسوولیت سمدستي کومې ډلې نه دی منلی.