کاناډا د افغانستان لپاره نوی استازی ټاکلی

د افغانستان لپاره د کاناډا نوی استازی ډېوېډ سپرول

ډېوېډ سپرول د افغانستان لپاره د کاناډا نوی استازی ټاکل شوی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې پرون د ښاغلي سپرول د ټاکلو اعلامیه ورکړې.

د راپورونو له مخې سپرول په دوحه کې له طالبانو سره وروستیو څو اوونیو کې خبرې هم کړي.

هغه پخوا په افغانستان کې د کاناډا سفیر هم پاتې شوی.

د کاناډا فدرالي حکومت د مرستندویه ادارو تر فشار لاندې دی چې افغانستان ته د مرستو د لېږلو په برخه کې سخت قوانین نرم کړي.

تمه کېږي چې ډېوېډ سپرول په دې برخه کې رول ولوبوي.