د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش یوځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.
ښاغلي ګوټرش د نجونو د نړیوالې ورځې نمانځنې ته د اشارې په ترڅ کې پر ټوېټر لیکلي چې دی په افغانستان کې له تعلیم څخه د نجونو د بې برخې کولو د دوام له کبله سخت اندېښمن دی.
هغه ویلي چې له تعلیم څخه د نجونو د محرومولو زیان هم په خپله افغان نجونو ته رسېږي او هم افغانستان ته چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی، خو وایي پر طرزالعمل یې کار روان دی.