په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دې ښار په پنځمه حوزه کې د چاودنې په پایله کې درې تنه ټپیان شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، چاودنه دیوان بیګي سیمه کې د ملکیانو په یوه کاسټر موټر شوې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چاودېدونکي توکي د سړک غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي و.
وروستیو کې کابل کې نږدې هره ورځ د چاودنو خبر ورکول کېږي چې درنه مرګژوبله هم لري.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دننه یوه جومات کې چاودنه شوه چې اوس نړیوال مطبوعات وايي، ځانمرګی برید و.
دې برید کې نږدې ۴ تنه وژل شوي وو.