ملګري ملتونه: ۲۴ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري

ارشيف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا یو ځل بیا په افغانستان کې روان بشري وضعیت ته اندېښنه وښوده.

دغې اداري په یوه ټویټ کې ویلي چې، د افغانستان خلک په بې‌ساري توګه مرستو ته اړتیا لري.

د يادې ادارې په ټوېټ کې راغلي: "۲۴ ملیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، ۲۵ ملیون وګړي یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او نولس ملیون وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري."

دغې ادارې ویلي چې وخت باید ضایع نه‌شي او پر نړیوالو غږ کوي چې له زیانمنو شويو خلکو او ټولنو سره د مرستو لپاره بسپنه ورکړي.

ملګروملتونو په افغانستان کې روان کال د بشري اړتیاو لپاره د ۴،۴ ملیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې د اوچا په وینا تر اوسه یوازې ۱،۹ ملیارډ ډالره ترلاسه شوي دي.

احمد شاه چې د کونړ اوسېدونکی دی له ازادي راډیو سره په خبرو وويل: "کارونه نشته، د کار زمینه خلکو ته برابره نه‌ده. د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي. له موسساتو مو هیله داده چې له خلکو سره کومکونه وکړي."

دغه راز د کونړ يو بل اوسېدونکی فاروق وايي: "الله دې پر موږ خپل رحم او فضل وکړي. څه په‌کې د فقر خبره ده څه په‌کې د مرضونو. همدا شان د درملو په برخه کې ستونزي دي. هرسړی په خپله تاسو وینئ چې لاس یې نیولی د الله درګاه ته. چاته یوه مړۍ ډوډۍ رسیږي، چاته نه رسیږي."

افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې.

په عین حال کې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلي چې، په افغانستان کې لوږه په داسې حال کې د زیاتېدو په حال کې ده چې ژمی را روان دی او کورنۍ دغه ژمي ته لازم تیاری نه‌لري.

دغه پروګرام په یوه ټویټ کې د بادغیس ولایت د مقر سیمې ته په اشاره ویلي، لکه د دې سیمې په څېر په لیرې پرتو سیمو کې چې ورته رسېدل ګران دي، تر ټولو زیانګالي خلک او هغه کورنۍ چې د خوړو خوندیتوب نه‌لري په نښه کوي چې ورسره مرستې وکړي.

په دې اړه نور: د مرستې رسونې بهير پر وړاندې خنډونه؛ اوچا: دوه ميليونه افغانان له مرستو بې برخې شوي

په افغانستان کې به را روان دا دوهم ژمی وي چې خلک یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په یوه سخت حالت کې تجربه کوي.

د افغانستان په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې چې په ژمي کې ورته رسېدل ګران دي، په سلګونو زره کورنۍ د خوړو، درملو او د سوند موادو په ګډون د نړیوالو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.