د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې په ټوله کې د وینا والو خبرې په افغانستان کې د روان وضعیت، د نجونو په زده کړو او د مېرمنو د کار په حقونو ورټولې وې.
دې غونډې ته د افغانستان د تېر جمهوري نظام سرپرست دایمې استازي نصیر احمد فایق وویل، چې له له تېر یو کال راهیسې افغان مېرمنې او نجونې له هر ډول حقونو بې برخې دي او په سیستماتیک ډول له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګره حذف کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې هر باید ژر تر ژره د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي او افغان مېرمنو ته اجازه ورکړل شي چې له خپلو حقونو ګټه واخلي.
ښاغلي فایق د طالبانو حکومت په تېر څه د پاسه یو کال کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د کړیو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړ.
ښاغلي فايق وويل: "له یو کال زیات کېږي چې افغانان او نړیواله ټولنه هیله لري چې طالبان به يې غوښتنې ومني او بنسټیزو په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو، په مساوي ډول د ټولو افغانانو د حقونو ورکول، له جنسیتي، قومي او مذهبي توپير پرته د یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کول چې د قانون حاکمیت او د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکونکی اوسي رامنځته کړي خو تر دې دمه دغه غوښتنې او ژمنې عملي نه شوې او طالبانو موږ ټول ناهیلي کړي یو."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو موضوع ته په اشارې سره وویل، زدهکړه په نر او ښځه فرض ده او باید ټولو ته دا حق ورکړل شي.
خو په دې موضوع د طالب چارواکو بېلابېلو څرګندونو ښودلې چې، تر منځ یې د نظر یووالی نهدی موجود.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان دایمې سرپرست استازي دغه شان ادعا وکړه چې، اوس مهال په افغانستان کې د القاعده په ګډون د بېلابېلو تروریستي ډلو فعالیتونه زیات شوي دي او د افغانانو په ګډون د سیمې هېوادونه هم ګواښي.
که څه هم طالبانو تازه د ښاغلي فایق خبرو ته غبرګون نهدی ښودلی خو له دې وړاندې يې په افغانستان کې د القاعده په ګډون د ټولو تروریستي شبکو او ډلو موجودیت رد کړی دی.
په دې اړه نور: لويديځ هېوادونه لا هم افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښمن ديخو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې سرپرست استازي نصیر احمد فایق د تېرې شپې په خبرو کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې سره وویل، دغه پېښې وښوده چې طالبانو له القاعده سره اړیکې پراخه کړي دي.
نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د مخکني حکومت د دایمي استازي غلام محمد اسحاق زي تر استعفا ورسته سريرست وټاکل شو.
ښاغلي اسحق زي شا او خوا لس میاشتې مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو په ۷۷مه عمومي اسمبله کې د پاکستان صدراعظم او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون خبره کړې وه.
ښاغلي فایق دغه شان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په اوسنیو سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
خو نوموړي وویل، بشري مرستې د حل لاره نهده او اړتیا ده چې په یوې حل لارې فکر وشي.
دا په تېره نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا دوهمه غونډه ده چې د دې هېواد په وضعیت په کې بحثونه کېږي.