رسنۍ: طالبانو په بدخشان کې ۳ وسله وال وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان موقعیت

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره شپه په بدخشان کې د یوه کمین په نتیجه کې ۳ تنه چې اژانس «بغاوتګر» بللي وژل شوي دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي ویلي، په دې پېښه کې چې په راغستان ولسوالۍ کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

طالبان خپلو مخالفو وسله والو ته یا هم د بغاوتګرو یا هم خوارجو اصطلاحات کاروي.

د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو پرضد وسله وال مقاومتونه روان دي، چې طالبان یې زیات مهال کم اهمیته ښيي.