د افغانستان د رسنیو ملاتړ په هدف ملګرو ملتونو ته طرحه سپارل شوې

ارشیف

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه وايي، چې د افغانستان رسنیو په تېر یوه کال کې وژونکې ضربه لیدلې ده.

د دې ټولنې مشر حجت الله مجددي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې موده کې د لسګونه رسنیو فعالیت درېدلی، د رسنیو زرګونه کارکوونکو دندې پریښې او په سختو کارونو بوخت دي.

مجددي وايي، چې د دوی ټولنې د رسنیو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما ته یوه طرحه سپارلې او یوناما هم ورته ویلي چې په دې برخه کې به همکاري وکړي.

احمدتکل له مجددي سره د مرکې په پیل کې د دې طرحې جزییات پوښتلي دي، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مجددي سره مرکه