استرالیایۍ خبریاله: طالبانو په زور راباندې د بخښنې غوښتلو ټویټونه کړي

استرالیایۍ خبریاله لیني او ډانېل

افغانستان ته تللې استرالیایۍ خبریالې ویلي، د طالبانو استخباراتو په زور پرې د بخښنې غوښتلو ټویټونه کړي دي.

لین او ډانیل چې له افغانستانه وتلې په یوه تازه ټویټ کې ویلي، د طالبانو استخباراتو ورته وویل چې یابه د خپلو راپورونو په اړه بخښنه غواړي یا به زندان ته ځي.

د دغې ازادې خبریالې په نوي ټویټ کې راغلي، طالبانو په زور داسې ویډیو هم ترې اخیستې چې دې په کې ویلي، کوم فشار لاندې نه ده.

لیني او دانېل پرون په یوه ټویټ کې ولیکل: "د هغو درې یا څلورو راپورونو په اړه چې د کم عمره نجونو د په زوره ودولو او د طالبانو د قومندانانو له خوا له هغوی د جنسي غلامې په توګه د استفادې په اړه مې لیکلي بخښنه غواړم."

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.