د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د اریانا نیوز خبریالان له شرط پرته خوشې کړي


د اریانا نیوز دوه خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب
د اریانا نیوز دوه خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب

د اریانا نیوز خصوصي ټلوېزیون څرګنده کړه چې د دوی دوه خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب د دوشنبې په ورځ پرته له کوم دلیله نیول شوې دي، د بشري حقونو ډلو دا نیونې غندلې دي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په ټویتر کې لیکلي دي چې د دې کسانو نیول نه شي توجیه کیدای او دا د رسنیو پر ازادي برید دی چې د بیان د ازادۍ د مخنیوي لپاره یو جدي ګواښ دی.

دې سازمان له طالبانو غوښتي دي چې دا دوه خبریالان پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ویلي، طالبان په داسې وخت کې د بشري حقونو مدافعیت او خبریالان نیسي چې تېره اوونۍ د دوی استازیو په ناروې کې د نړیوالې ټولنې له استازیو سره په غونډو کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړې.

د ناروې په غونډو کې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي له لویدیځ ډپلوماټانو سره یو ځل بیا دا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د نارینه او ښځو د حقونو درناوی کوي.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي دي چې نور بشري حقونه تر پښو لاندې نه کړي او لاس ترې واخلي.

په افغانستان کې دننه د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر( یوناما) بیا د اریانا ټلوېزیون د خبریالانو عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب نیولو ته اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما له طالبانو څخه د دې کسانو د نیولو په اړه وضاحت غوښتی دی.

طالبانو د دغو دوو کسانو د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG