د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

کابل کې د اریانا نیوز ۲ خبریالان نیول شوي؛ په کور دننه یې غبرګونونه پارولي


د اریانا ټلوېزیون
د اریانا ټلوېزیون

‎د اریانا نیوز د اقتصادي خبریال او پروډیوسر اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو د ویاند وارث حسرت نیول کېدو ګڼې اندېښنې او غبرګونونه پارولي.

‎د اریانا نیوز مشر شریف حسنیار د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) ازادي راډیو ته د خپلو دغو همکارانو د نیول کېدو په اړه وویل: "کله چې طالبانو اړوند کسانو اسلم حجاب د اریانا نیوز د دروازې له مخه ونیول، دې وخت کې وارث حسرت ورځي، دې خلکو نه پوښتنه کوي چې دا چېرې بیایئ هغه کسان ورنه پوښتنه کوي چې ته هم خبریال یې وایي هو، دی هم له ځان سره بیایي."

‎د دغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ پر ټویټر اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي: "ملګري ملتونه پر طالبانو غږ کوي چې د اریانا نیوز د نیول شوېو خبريالانو او د افغانانو حقونو ته درناوى وکړي، موږ پر طالبانو غږ کوو چې د هغو ښځینه فعالانو ځای هم روښانه کړي چې دوه اوونۍ وړاندې لا درکه شوي دي."

‎په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې اجرائیوي مشر حجت الله مجددي وایي، سرچینو ورته ویلي چې د دغو خبریالانو نیول کېدل د دوی ژورنالېستیکو فعالیتونو پورې اړه نه لري.

نوموړی زیاتوي: "د ازادو ژورنالېستانو ټولنه هڅه کوي د خپلو دغو هم مسلکانو د نیول کېدو لامل معلوم او د خوشې کولو لپاره یې لازم اقدام وکړي."

‎د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته په دې اړه یو پیغام کې لیکلي چې دا خبریالان د دوی د ریاست له لوري نه دي نیول شوي، خو دوی له نورو امنیتي ادارو سره هم دا موضوع شریکه کړې او که معلومات یې ترلاسه کړل ازادي راډیو سره به یې شریک کړي.

‎د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په دې اړه ځواب ونه وایه.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون په یو راپور کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغه هېواد د خبریالانو لپاره تر ټولو ګواښوونکی هېواد بللی و.

دغه شان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان باید له افغان خبریالانو سره هغسې چلند وکړي لکه څنګه یې چې بهرنیو سره کوي.

XS
SM
MD
LG