د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک نن له خپل روسي سيال سره مخامخ کېږي

احمد ولي هوتک له خپل روسي سيال سره

د ازادو مبارزو مشهور افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک نن له روسي سیال سره لوبه لري.

دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې او ۳۰ دقیقې پیلیږي.

احمد ولي هوتک په دې اړه پر خپل فېسبوک لیکلي دي چې تېره ورځ د دواړو لوبغاړو وزنونه معلوم شول او اوس د سیالۍ ترسره کېدو بې صبرانه انتظار کوي.

تېره ورځ د دې سیالۍ لپاره د دواړوسیالانو وزنونه معلوم شول او نن د افغانستان پر وخت ۷ بجې او ۳۰ دقیقې به دا سیالۍ پیلیږي.

دا پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته د احمد ولي هوتک لومړنۍ نړیواله سیالي ده چې د روسیې سیال په وړاندې په کې راڅرګندیږي.

احمد ولي هوتک په روسیه کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د ده هڅونې په هدف د دې هېواد کرسنادار ښار ته ورشي او سیالي له نږدې وګوري.

نوموړي پر خپل فېسبوک په خپور شوي غږیز پیغام کې ویلي هڅه کوي بری خپله کړي.

د دواړو لوبغاړو وزنونه پرون مالوم کړی شول

نوموړي ويلي: "ما خپل تمرینات کړي دي، خپله وروستۍ هڅه کوم چې لوبه وګټم، او دا ویاړ افغانستان ته راوړم."

ښاغلي هوتک ویلي دي چې دغه لوبه د ځینو روسيي ټلوېزیوني چینلونو او دغه شان د نوموړي له فېسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه خپریږي.

دلته په افغانستان کې د ورزش یو شمېر مینه وال د نن شپې په لوبه کې د احمد ولي هوتک د بریا هیله لري.

د کابل اوسېدونکي محمد عباس ازادي راډيو ته وویل: "ښه چانس دادی چې احمد ولي هوتک نن ماښام له خپل روسي سیال سره لوبه لري، موږ هیله لرو چې ښاغلی هوتک بریا خپله کړي او د افغانانو لپاره د خوښۍ لامل وګرځي."

احمد هوتک به نن ماښام د خپل روسي سيال پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه راز يو کابل مېشتی خانزمان وايي: "احمد ولي هوتک زموږ ویاړ دی، د نن شپې د لوبې د بریا په هیله يې."

د احمد ولې هوتک دا لوبه د فایټ نایټ په نړیوال سازمان کې ترسره کېږي.

دا ازادو سیالیو مشهور سازمان دی چې وخت ناوخت د فري فایټ نړیوالو لوبغاړو ته سیالۍ برابروي.

احمد ولي هوتک د ازادو مبارزو مشهور افغان لوبغاړی دی چې له دې مخکې يې هم په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې بریا خپله کړې ده.