د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۹

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک روسیه کې سیالي لري


د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک

د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک دوه اوونۍ وروسته له روسي سیال سره لوبه کوي.

هغه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، له اوږده ځنډ او سختو تمریناتو وروسته د دې لوبې لپاره چمتو شوی.

هوتک وايي، لوبه به په روسیه کې د فري فایت په یو معتبر سازمان ( ام ام اې) کې له روسیه لوبغاړي سره ده.

نوموړی وايي، کېدونکې لوبه د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ نېټه ده.

ولي هوتک په نږدې راتلونکي کې د نورو سیالیو خبر هم ورکړ او زیاتوي، سره له دې چې د زیاتو لوبو کول په فزیکي لحاظ ښه پایله نه شي ورکولای خو د ده په وینا ولس ته باید خوشحالي راوړي.

XS
SM
MD
LG