د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

مبارز او محمدي خپلو اوکرایني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړه


بازمحمد مبارز
بازمحمد مبارز

د ازادو سیالیو افغان اتلانو بازمحمد مبارز او روح الله محمدي خپلو اوکرایني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړې.

لوبې تېر ماښام په کابل کې ترسره شوې چې مبارز د دوهم رونډ په اوله دقیقه کې وتوانېده چې خپلی اوکرایني سیال زکا فتح الله مات او لوبه په خپل نوم کړي.

په بلې لوبې کې روح الله محمدي خپل ایراني سیال میلاد شهبازي سره مخامخ شو چې په درې رونډونو کې یوهم مات نه شو، خو په پاې کې د نومرو پر بنسټ محمدي وکړای شول د لوبې بریا په خپل نوم کړي.

د تېرماښام په لوبو کې یو اوکرایني او څلور ایراني ورزشکارانو ګډون کړی و.

له دې مخکې د ازادو سیالیو نورو افغان اتلانو هم لوبې ګټلې دي.

تېره سې شنبه حسین بخش صفري په ایګل سازمان کې خپل روسی سیال مات کړ.

له هغه مخکې نصرت حق پرست خپل مکسیکويي سیال او کابل کې هم احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال مات کړی و.

XS
SM
MD
LG