د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

افغان لوبغاړی 'هوتک' کابل کې د خپل برازیلي سیال پر وړاندې لوبېږي


احمد ولي هوتک
احمد ولي هوتک

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه)ماښام په کابل کې د خپل برازیلي سیال لیونارډ بابوسا په وړاندې لوبه کوي.

احمد ولي هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، ده او سیال يې لیونارډو تېره شپه یوځای خپل وزنونه معلوم کړل او نن شپه ۷ بجۍ به د دواړو ترمنځ سیالۍ پیل شي.

دا لومړی ځل دی چې د ازادو مبارزو یو بهرنۍ لوبغاړی په کابل کې لوبېږي.

د ښاغلي هوتک په خبره کابل کې دا سیالۍ ځکه ترسره کوي چې نړیوالو ته وښایي، کابل یوازې د جګړې میدان نه دی.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د دغه سیالۍ د ګټلو لپاره یې نږدې پنځه میاشتې سخت تمرینات کړي او هڅه کوي چې لوبه وګټي.

دی وایي، له دې سیالۍ ترلاسه شوي د مالي امکاناتو یوه برخه بې وزله افغانانو ته ورکوي.

دا لوبه د کابل د غازي سټډيم د ازادو مبارزو په لوبغالي کې ترسره کېږي د ښاغلي هوتک په خبره کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG