د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

احمد ولي هوتک: فرانسوی سیال مې کمزوری دی سیالي ورسره نه کوم


د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي، سیال یې کمزوری دی نو ځکه ورسره سيالي نه کوي.

نوموړی دا څرګندونې پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلې او ویلي دي: "ټاکل شوې وه چې له يو پېژندل شوي او پياوړي اروپايي سيال سره سيالۍ ولرم په همدې موخه مې روژه په خوله څو برابره زيات زيار و ایسته تمرينات مې وکړل."

نوموړي زیاته کړې، خو دا چې مشخص سيال د ستونزو له کبله سفر ته چمتو نه وو نو سازمان يو بل سيال غوره کړ چې څلوېښت سيالۍ يې کړې وې او نسبتاً پياوړى و.

خو دی وایي، د خپلو ورزشي مشاورینو په غوښتنه دغه سیالي لغوه کړه.

ټاکل شوې وه چې احمد ولي د خپل فرانسوي سيال نايب اعزام سره د مې په ١٤مه سيالي وکړي.

XS
SM
MD
LG