د ښځو د حقونو د تامين برخه کې د طالبانو د ریس الوزرا وروستۍ ادعا څومره واقعیت لري؟

کابل کې يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

د طالبانو رئیس الوزرا ویلي، په ټول افغانستان کی بشري حقونه تامین دي او طالبان د خلکو د انتقادونو اورېدو حوصله لري.

ملا محمد حسن اخند دغه څرګندونې پرون د لوی اختر پر لومړۍ ورځ په ارګ کې د وینا پر مهال وکړې.

تر دې مخکې ګڼو فعالانو شکایت کړی، چې طالبانو حتی په خواله رسنیو کې د انتقاد کولو له کبله ځینې کسان نیولي، ډبولي حتی وژلي دي.

زموږ همکار، د لوی کندهار د ولسي بنسټ له مشر بصیر عطا څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه: د طالبانو د ریس الوزرا وروستۍ ادعا څومره واقعیت لري؟

Your browser doesn’t support HTML5

د بصير عطا مرکه