د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو سیمو لپاره له نړيوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او له عامو افغانانو د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلیو د راتلونکي په اړه اندېښنه ښيي او له ملي او نړيوالو بنسټونو غواړي چې له دې خلکو سره ډېره مرسته وکړي.
د دې وزارت سرپرست قلندر عباد د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي سرپنا، د څښاک اوبو او خوراکي توکو ته اړتیا لري.
هغه وویل: "د دې خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره باید مرسته وشي، سرپنا ته ورته جوړه شي، د څښاک اوبه او خواړه ورته برابر شي. که څه هم اوس له دوی سره عاجلې مرستې شوې دي خو زموږ اندېښنه د راتلونکو میاشتو او ژمي په اړه ده چې د دوی سرنوشت به څنګه کېږي."
ښاغلی عباد د ملګرو ملتونو په ګډون او له ټولو بشري او خیریه بنسټونو غواړي، چې د دې خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضیعت ته پام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، په کومو سیمو کې چې زلزله شوې ده، اوس هم د نورو زلزلو د پېښېدو امکان شته او د دې سیمو خلک له خطر سره مخ دي.
هغه وویل، د ټپیانو او ناروغانو د درملنې لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي او هره ورځ یې درملنه کېږي.
تازه د طالبانو په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره یې خوراکي او نور مواد برابر کړي دي او اوس اړتیا ده چې د کورونو جوړولو ته یې پاملرنه وشي.
تر اوسه د ځينو هېوادونو حکومتونو او خیریه بنسټونو د پکتیا او خوست د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو سره نغدي او د خوړو مرستې کړې دي.
د طالبانو د حکومت سرچینو ویلي، چې وروستيو زلزلو تر ۱۱۵۰ ډېر کسان وژلي دي.
یونېسېف یا د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړې ادارې ویلي، چې د قربانیانو په منځ کې ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي مسوول ویلي دي، دا سازمان تصمیم لري چې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو ته ورسوي.
په دې اړه نور: ملګري ملتونه افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ورکويد بشري او اضطراري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفټس د جون په ۲۵مه په خپل ټوېټر کې لیکلي و، چې دا مرستې به د دې سازمان د اضطراري صندوق له لارې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې مصرف شي.