د طالبانو د عدلیې وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي ته، چې مشري یې د اسلامي فقې د نړیوالې اکاډیمۍ سرمنشي په غاړه لري، ویلي چې د اقتصادي ستونزو له کبله نجونو ته جلا ښوونځي نهشي جوړولی ځکه چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړي دي.
ده دا هم ویلي چې که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي، ډېرې ستونزې به حل شي.
په دې موضوع عصمت څاروان د ښځو د حقونو له یوې فعالې ښایسته ساپۍ سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې ایا په رښتیا اقتصادي ستونزې د دې سبب شوي چې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بند وساتي؟
Your browser doesn’t support HTML5