د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي

ارشیف: د عکس ښي لور ته د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویست او چپ لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویست وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره یې په خبرو کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو پر زیاتېدو د نړیوالې ټولنې ګډ مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي ویست پرون ناوخته په ځینو ټویټونو کې ویلي، چې په دغو خبرو کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ورسره وه.

ښاغلي ویست لیکلي، چې د افغانانو په ملاتړ او د امریکا ملي ګټو ته په پام سره به له طالبانو سره ډیالوګ دوام کوي.