ریکارډ کچې ته د کلدارې ټیټېدل؛ پاکستان آی ایم ایف سره خبرې پیل کړي

دا دوهمه اوونۍ ده، چې پاکستانۍ روپۍ ریکارډ حد ته راټیټېږي.

په داسې حال کې چې د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت په بې ساري ډول مخ په کمېدو دی، د پاکستان حکومت پرون چهارشنبې د قطر په مرکز دوحه کې د پیسو له نړیوال صندوق یا آی ایم ایف سره د پور پر شرایطو خبرې پیل کړې.

د پاکستان د مالیې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا خبرې به د روانې مې تر ۲۵ پورې دوام وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې پیل شوي، چې د پاکستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمه څه باندې لس میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.

په همدې حال کې پرون د پاکستان د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۲۰۰ روپیو تبادله شو.

دا دوهمه اوونۍ ده، چې پاکستانۍ روپۍ ریکارډ حد ته راټیټېږي.

په دې اړه نور: د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په کمسارې ډول ولوېد

پاکستان هیله لري، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور د ترلاسه کولو په صورت کې به د بهرنیو اسعارو په وړاندې د روپیو د ارزښت د کمېدو مخه ونیسي.

راپورونه وايي، چې د پیسو د نړیوال صندوق او د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل په مشرۍ پلاوي په خبرو کې د انرژۍ په برخه کې د سبسیډي پر پای ته رسېدو هم بحث کېږي.

پاکستان د خپل بحراني اقتصاد د ښه کولو لپاره هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د دې ادارې د پور په شرطونو موافقې ته ورسېږي.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د نور پور د ورکولو لپاره له دې هېواده غواړي، چې د تېلو او برېښنا بیه لوړه کړي او یوولس سوه میلیارد روپۍ اضافي مالیه ټوله کړي څو د ترلاسه کړي پور د بېرته ادا کولو جوګه شي.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم تاییدوي، تر څو چې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته پور نه وي ورکړی، د جنسونو د بیو د لوړېدو او د ډالرو پر وړاندې د روپیو د لوېدو مخه نه شي نیول کېدای.

دوی د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو وايي، چې ښايي د روپیو پر وړاندې د ډالر ارزښت نور هم لوړ شي او له دې کبله د جنسونو بیې نورې هم وخېژي.

ځینې پاکستاني شنونکي د صادراتو پر وړاندې د وارداتو زیاتېدا د پاکستاني روپیو د ارزښت د کمېدو اصلي دلیل بولي او وايي، هر څومره چې ډالرو ته اړتیا زیاتېږي په هماغه اندازه یې ارزښت لوړېږي.