د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

پاکستان کې د برېښنا لوړې بیې او اقتصادي ستونزې؛ ځینې ګوندونه لاریونونه کوي


پاکستان کې د توکو د لوړو بیو له امله لاریونونه
پاکستان کې د توکو د لوړو بیو له امله لاریونونه

د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف مخالف ګوندونه په ټول هېواد کې د مظاهرو هوډ لري.

د اپوزیسیون د ګوندونو ګډ ایتلاف پاکستان ډموکراټيک خوځښت اعلان کړی چې د دوو اوونیو لپاره به مظاهرې روانې وي.

د 'پي.ډي.اېم' مشر مولانا فضل الرحمن په دې اړه په یوه غونډه کې وویل: "د راتلونکو دوو اوونیو لپاره په ټول هېواد کې د مظاهرو اعلان کوو. له نولسم تاریخ وروسته سمدستي په ټول هېواد کې له ګوندي دفترونو مظاهرې پيلېږي. په هېواد کې د بیو د لوړېدو یا ګرانۍ، بې روزګارۍ او ستونزو څخه د ژغورنې لپاره باید خلک له کورونو بهر راووځي. عام خلک باید میدان ته راووځي. پي ډي ایم ورسره ولاړ دی او په هر ډګر کې ورسره ملګرتیا کوي. موږ خپل ټول تر لاس لاندې تنظیمونو ته په دې تړاو سمې لارښوونې کوو."

د راپورونو له مخې په پاکستان کې د برېښنا او تیلو بیه د اوونۍ په سر کې په بې سارې کچه لوړه یوړل شول، څو حکومت وتوانیږي د پیسو د نړیوال صندوق د شپږ میلیارده ډالري بستې شرایط پوره کړي.

د 'پي.ډي.اېم' مشر مولانا فضل الرحمن وویل چې راتلونکو دوو اوونیو لپاره په ټول هېواد کې مظاهرې کوو
د 'پي.ډي.اېم' مشر مولانا فضل الرحمن وویل چې راتلونکو دوو اوونیو لپاره په ټول هېواد کې مظاهرې کوو

پاکستان وروستي څو کاله له اقتصادي ستونزو سره مخ او حکومت یې له بېلابېلو بنسټونو پوروړی دی.

د مخالفو ګوندونو د ایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمن دا هم وویل چې په ټول هېواد کې باید واړه او لوی سوداګر او کاروباریان خپل کارونه ودروي او له دوی سره په مظاهرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف ګوند مسلم لیګ ن به له پي ډي ایم سره په ګډه لاریونونه کوي، خو پيپلز پارټۍ ویلي چې ځان ته به لاریونونه تنظیم کړي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر له لومړۍ د تیلو په هر لیتر کې څلور روپۍ زیاتوالی راوستی دی.

حکومت دا کار د عوایدو د زیاتولو لپاره کړی، څو وتوانیږي د ای اېم اېف یا د پیسو د نړیوال صندوق شرایط پوره کړي چې دا هېواد باید خپلو عواید کچه لوړه یوسي.

په پاکستان کې وروستي اقتصادي کړکېچونه د دې لامل شوي چې د دغه هېواد پيسې پاکستانۍ روپۍ په بې سارې کچه ولویږي. دم ګړۍ یو ډالر په شااوخوا ۱۷۳ روپیو بدلیږي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر له لومړۍ د تیلو په هر لیتر کې څلور روپۍ زیاتوالی راوستی دی.
د پاکستان حکومت د اکتوبر له لومړۍ د تیلو په هر لیتر کې څلور روپۍ زیاتوالی راوستی دی.

د پاکستان دولتي بانک مخکې وړاندوینه کړې وه چې د روان اقتصادي کړکېچ په سبب به د ډالرو پر وړاندې د روپۍ ارزښت لا پسې کم شي او دلیل یې هم په جاري حساب کې کسر یاد شوی.

پاکستان په تېرو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتونو په مرستو تکیه درلوده چې د اقتصادي او ټولنیزو مرستو په اډانه کې به ورکول کېده.

دا هېواد وروسته له هغه له مالي او اقتصادي کړکېچونو سره مخ شو چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان ته د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرسته په دې وځنډوله چې ګواکې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د رښتینۍ همکارۍ په نه کولو سربېره ترهګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی.

XS
SM
MD
LG