د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

پاکستان به له نړېوال وجهي صندوقه مالي مرسته وغواړي


د پاکستان د مرکزي بانک رئیس انور یاسین وایي، د سوداګرۍ د کمښت او د عایداتو د زیاتولو په برخې کې د حکومت د کمزورۍ له وجې به پاکستان ونشي کړاي چې د روان کال جولاي میاشت کې د نړیوال وجهې صندوق د شاوخوا څلورو میلیاردو ډالرو پور ورکړي.

یاسین وایي، ستونزې رامنځ ته شوي او سختې ورځي په مخکې دي، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکې:

پاکستان تېر کال له نړېوال وجهي صندوق (اي ایم ایف) نه ۱۱ میلیارده ډالره پور اخیستی و ، اته میلیارده ډالر یي ورکړي او څه دپاسه درې میلیارده یي پاته دي.

پاکستان ونشو کړای چې د بودجې کسر له منځه یوسي او له همدې امله به د ای ایم ایف پاته پیسې په خپل وخت ورنکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلنټن په ګډون، یو شمېر نړېوالو مشرانو د پاکستان په حکومت انتقادونه کړي او وایي، حکومت ونشو کړای د پاکستان له بډایو ساسیت والو څخه مالیه واخلي. په عین حال کې پاکستان د خپلو نا خالصو عایداتو په سلو کې ۹ مالیه اخلي او دا په نړۍ کې د مالیو تر ټولو ټیټه سطحه ده.

له بلې خوا، په پاکستان کې د زراعيی سکتور په ګډون، ټول اقتصادي سکټورونه له مالیو ورکولو څخه معاف دي.

په همداسې یو حالت کې، د پاکستان د بریښنا او نورو شیانو لپاره د دولت سبسایډیو هم د پاکستان په مالي سیستم باندې زیات فشار اچولی دی.

د پاکستان د مرکزي بانک رئیس وایي، حکومت د بودجې د کسر د جبران او د عایداتو د ترلاسه کولو په مقصد، په وروستیو میاشتو کې له مرکزي بانک څخه پور اخیستی او دغه راز یي نور بانک نوټونه هم چاپ کړي دي.

په دې کار سره مالي تورم زیات شوی او په دې وروستیو اونیو کې دا رقم په سلو کې ۱۱ ته پورته شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک رئیس انور یاسین زیاتوي، د پاکستان د اقتصاد په اړه اندیښنو په کلدارې هم اغیز کړی او دا مهال یو امریکایي ډالر له ۹۲ روپیو سره بدلیږي. پدي معنی چې پاکستانۍ کلداره په بي سارې ډول ښکته شویده.
XS
SM
MD
LG