کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي

Your browser doesn’t support HTML5

‎ په کابل کې د طالبانو د امنیې قومنداني وايي، د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې د نن چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. ‎ د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار د دشت برچي په سیمه کې د عبدالرحیم شهید لېسې مخې ته درې چاودنې وشوې ‎ ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې لومړۍ چاودنه د ممتاز ښوونیز مرکز مخې ته شوې او نورو چاودونو ښوونځی په نښه کړ. ‎ ويل کيږي چې په وژل شويو او ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي. ‎ عيني شاهدان وايي چاودنه هغه مهال وشوه چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو. ‎ د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی.

کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي