انګلستان د کرونا ویروس له کبله لګولي ټول محدویتونه لیرې کړل

لندن کې ګڼ خلک چې د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په هدف‌یې یوازې ماسکونه کارولي.

انګلستان نن د نږدې ۱۷ میاشتو راهیسې د کرونا وبا په وړاندې لګېدلې ټول محدودیتونه لیرې کړل.

په دې هېواد کې د ټولو محدودیتونو لیرې کول داسې مهال دي چې د 'کووېډ-۱۹' د نوې ډېلټا بڼې د خپرېدو له کبله په نویو پېښو کې زیاتوالی راغلی او دغه‌راز د دې هېواد صدراعظم بورېس جانسون او یو بل لوړپوړی مالي چارواکی ریشي سوناک تازه ۱۰ ورځني قرنطین ته تللي دي.

دوی دواړه د جولای په ۱۶مه نېټه د انګلستان د روغتیا له وزیر ساجد جاوېد سره مخ شوي وو. سره له دې چې ساجد جاوېد د کرونا ضد واکسین دوه ستنې کړې دي، خو وړمه ورځ‌یې د کرونا معاینه مثبته راوتلې ده.

دا مهال بریتانیا په ورځني ډول تر ۵۰ زرو د کرونا نوې پېښې ثبتوي. دا د جنورۍ په میاشت کې په دې هېواد کې د کرونا وبا له اوج څخه لږ څه کمې دي.

د بریتانیا صدراعظم ټینګار کړی چې د کرونا د زیاتېدونکو پېښو سربېره د کاروبارونو د بیا پرانیستو وخت رارسېدلی ځکه چې د بریتانیا نږدې په سلو کې ۹۰ لویانو د کرونا ضد واکسین لږترلږه یوه ستنه کړې ده او په سلو کې ۶۸یې په بشپړه توګه واکسین شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

حکومت وايي، د واکسین په پرمختګ د کرونا وبا او په روغتون کې د بسترېدو او مړینو ترمنځ تړاو مات شوی دی.

په نړۍ کې د کرونا ډېلټا بڼې خپرېدو اندېښنې راپورته کړي او یو شمېر هېوادونو کې یې د ځینو محدودیتونو د غځېدو او یا تازه لګول کېدو احتمال زیات کړی دی.

د جنوبي اسیا د ځینو نورو هېوادونو په څېر ویتنام دا مهال په دې هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو له ریکارډ (بې‌ساري) زیاتوالي سره مخ دی او چارواکو یې د دې هېواد په جنوبي سیمه کې د دوه اوونیو په مخه بشپړ ټولبند اعلان کړی.

په شمالي افریقا کې دا مهال تونس د خپلو وګړو د شمېر په تناسب په نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبتوي او په افریقا د کرونا وبا سره تړلې تر ټولو زیاتې مړینې هم دا مهال په همدې هېواد کې رامنځته کېږي. تونس اوس خپل پوځ د واکسین په کمپاین کې د مرستې لپاره ګمارلی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به په هغو کسانو کې چې د کرونا ضد واکسین‌یې نه‌دی کړی د کرونا مثبتې پېښې او له کبله‌یې مړینې لوړې شي.

امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین د لګولو لړۍ

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو اداره وايي، دا مهال په دې هېواد کې د کرونا له کبله په سلو کې تر ۹۹ زیاتې مړینې او په سلو کې تر ۹۷ زیات بستري کېدل په هغو کسانو کې دي چې د کرونا ضد واکسین‌یې نه‌دی کړی.

په متحده ایالاتو کې دا مهال د واکسین په شرایطو له پوره کسانو له درې برخو تر دوو زیاتو یې لږترلږه د واکسین یوه ستن کړې او ۵۹ سلنه‌یې بشپړ واکسین شوي دي.