د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

هنګري د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړی


ارشیف، هنګري کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ
ارشیف، هنګري کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د هنګري صدراعظم وايي، هېواد به‌یې د راروانې میاشتې له پیله د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړي.

ویکتور اوربان نن ویلي، د کرونا ضد واکسین لګول به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته جبري شي.

اوربان دولتي راډیو ته وویل، اوس به د ډاکترانو د پرېکړې له مخې خلک اړ وي د دغه واکسین درېیم ډوز ولګوي.

د ده په وینا درېیم ډوز به تر دوهم ډوز لږترلږه څلور میاشتې وروسته خلکو ته لګول کېږي.

د هنګري د ۹ ملیونه او ۸ لکه وګړو له ډلې پنځو ملیونو او پنځو لکو کسانو لږترلږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.

له دې سره حکومت هغه هدف ته رسېدلی چې د دې میاشتې په لومړیو کې یې ټاکلی و.

XS
SM
MD
LG