د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۶

د بریتانیا صدراعظم او مالیې وزیر د لس ورځو په مخه قرنطین کیږي


د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او د ده د مالیې وزیر ریشي سانک

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او د ده د مالیې وزیر ریشي سانک به د لس ورځو په مخه وروسته تردې قرنطین شي چې له یوه تن سره چې په کرونا اخته شوی دی، په ارتباط کې شوي وو.

د صدراعظم دفتر نن د دې دوو مشرانو د قرنطین اعلان وکړ او د هغه کس هویت یې افشا نه کړ چې کرونا و او له دوی سره یې له نژدې لیدلي و.

د صدراعظم ویاند ویلي دي چې بوریس جانسن به انلاین د وزیرانو په غونډو کې برخه اخلي.

د دې سربیره چې په وروستیو کې په بریتانیا کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي، حکومت اعلان کړی دی چې سر له سبا به د دې وبا په خاطر اکثر لګیدلي بندیزونه لېرې کړي.

XS
SM
MD
LG