د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

والنسکي: امریکا کې کرونا بیا په یوه وبا د بدلېدو په حال کې ده


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکزونو مشره وايي، په امریکا کې کرونا ویروس، د ناواکسین شوېو کسانو له کبله بیا په یوه وبا د بدلېدو په حال کې دی.

روچل والنسکي (Rochelle Walensky) پرون دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د امریکا په ځینو ښارونو کې خلکو ته بېرته د مسکونو کارولو سپارښتنه شوې ده.

والنسکي وویل، د امریکا په روغتونونو کې د بستر شوېو او مړینو ډېر شمېر هغه کسان دي چې د کرونا ضد واکسین یې نه دی لګولی.

دې اټکل وکړ چې په را راونو اوونیو کې ممکن په هغو ځایونو کې چې لږو کسانو په کې واکسین لګولی، د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG