د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د اروپايي ټولنې د یوه روغتیايي چارواکي غوښتنه: د کرونا ضد واکسین وکړئ


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر نهو پرله‌پسې اوونیو وروسته د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تېره اوونۍ زیات و.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر نهو پرله‌پسې اوونیو وروسته د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تېره اوونۍ زیات و.

د اروپايي ټولنې یوه روغتیايي چارواکي د دې ټولنې د غړو هېوادونو له وګړو د کرونا ضد واکسین لګولو غوښتنه وکړه.

د اروپا د درملو ادارې د بیالوژیکي روغتیايي ګواښونو او د واکسین د ستراتېژۍ د برخې مشر مارکو کوالري (Marco Cavaleri) پرون په امستردام کې یوه کنفرانس ته وویل: "غواړم ټینګار وکړم چې په دوامدار ډول د واکسین د روان خوځنده بهیر او د ممکنه احتمالي اغېزې موضوع‌یې څارو. په چټکۍ د ویروس د ډلټا بڼې خپرېدو، نه‌یوازې په اروپا، بلکې په نړۍ کې اندېښنې پارولې دي، دا ډېره مهمه ده چې په اروپا کې تر ممکنه حده زیات کسان واکسین شي."

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر نهو پرله‌پسې اوونیو وروسته د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تېره اوونۍ زیات و.

دغه سازمان ویلي چې تېره اوونۍ په کرونا ویروس ۵۵ زره کسان مړه شوي چې د مخکېنۍ اوونۍ په نسبت ۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG