په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په خاطر نن ملي ویر اعلان شوی دی.
افغان حکومت وايي نن د دغو پېښو له قربانیانو سره د خواخوږۍ په هدف په ټول افغانستان کې په جوماتونو، تکیهخانو او دولتي دفترونو کې د فاتحې مراسم او د قرانکریم ختمونه ترسره شول.
د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر د رسنیو مسؤل محمد هدایت ازادي راډيو ته وویل چې دغهشان په کور دننه په دولتي ادارو او بهر د افغانستان په ډیپلوماتيکو استازولیو کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وو.
ښاغلی هدایت زیاتوي: "د سیدالشهدا د ښوونځي او دغهشان د لوګر د پېښې د قربانیانو د فاتحې مراسم او د قران عظیمالشان ختم په ارګ کې د ولسمشر، مرستیالانو، پخواني ولسمشر او نورو ګڼو چارواکو په برخې اخیستنې ترسره شول."
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم ملي ویر ته په اشارې ویلي چې له افغانانو سره د یووالي د ښودلو او په دې هېواد کې د وروستیو پېښو د قربانیانو په یاد خپل بیرغ نیم ځوړندوي.
اروپايي ټولنې پر خپل رسمي ټویټرپاڼه لیکلي دي چې سولې ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره ولاړه ده.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې په سیدالشهدا ښوونځي د موټر بم حملې له امله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې له ۵۰ زیات زدهکوونکي ووژل شول او ۱۵۱ نور ټپيان شول.
د افغانستان د بشر جقونو خپلواک کمېسیون بیا د ټپيانو شمېر ۱۵۱ تنه ښودلی دی، خو د یو شمېر راپورونو پر بنسټ دا شمېر ښايي زیات وي.
له دې وړاندې په ورته موټر بم حمله کې د لوګر په مرکز پل علم کې لږترلږه د ۱۲مو ټولګیو ۲۵ هغه فارغان ووژل شول چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره له ازرې ولسوالۍ دې ښار ته ورغلي وو.
په دې پېښه ۹۱ تنه نور ټپیان هم شول.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو حملو ترسره کوونکي چې له املهيې د ښوونځیو لسګونه زدهکوونکي ووژل شول، باید محاکمه شي.
د امنیت شورا له لوري تازه په یوه خپره شوې اعلامیه کې له غړو هېوادونو غوښتنه شوې چې د یادو حملو، د مرتکبینو، تمویل کوونکو او تنظیموونکو په محاکمه کولو کې باید له افغانستان سره مرسته وکړي.
د امنیت شورا په اعلامیه کې وروستي خونړي بریدونه غندل شوي او افغان حکومت او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.
د دغه خونړیو حملو مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی، که څه هم افغان حکومت طالبان د دې بریدونو مسؤل بللي، خو طالبانو دواړه حملې غندلې دي.
افغانستان د روژې په میاشت کې د خونړیو حملو شاهد و.
نهیوازې له بېلابېلو ولایتونو د سختو جګړو راپورونه ورکول کېدل، بلکې د کابل او لوګر به شان موټر بم حملې هغه څه وې چې لوړ ملکي تلفاتيې درلودل.
تېره ورځ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې دوی ۱۳۰ امنیتي پېښې ثبت کړي چې له املهيې ۱۶۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان دي.
د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې په دې شمېر کې هغه کسان چې د سیدالشهدا پر ښوونځي په حمله کې ورته مرګژوبله واوښته، نهدي شامل.
دغه کمېسیون ویلي چې د ملکي مرګژوبلې دا کچه د تېرې یوې میاشتې په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دې اړه نور: د بشر حقونو کمېسیون: روژې میاشت کې ۲۱۸ افغان ملکیان وژل شوي او ۵۰۲ نور ټپيان ديدا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو د راتلونکي کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د هرکلي ترڅنګ د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد په ټویټر کې د سولې د خبرو په سرعت ټینګار کړی، څو د ده په وینا دا بېمعنی جګړه پای ته ورسېږي.