د افغانستان جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش ویلي، کومه طرحه چې د ملي مصالحې عالي شورا لهخوا د سولې د هوکړې په نوم وړاندې شوې، د جمهور رئیس او افغان دولت طرحې ته پهکې سپکاوی شوی دی.
په هغه نقد کې چې په یادې طرحې د ښاغلي دانش لهخوا لیکل شوی او د دوهم معاونیت په رسمي فېسبوک پاڼه خپور شوی، ښاغلي دانش ویلي، کومه طرحه چې د ب طرحه کې د انتقالي دولت یا په عمده ډول د ښاغلي خلیلزاد په طرحه تمرکز شوی او د یادې طرحې ټول مواد یې په تعدیلاتو او اصلاحاتو سره تأیید کړي او کوم نوښت پهکې نهدی شوی، ګڼې ستونزې لري.
نوموړي دغهشان په دغه نقد کې لیکلي چې د دغه طرحې په خپرولو کې تادي شوې، ځکه په خبرهیې د دولت مشرتابه نهده تصویب کړې.
ښاغلي دانش دا هم ویلي چې دا طرحه د یو لوري یا یو ګوند طرحه او د دوو قومونو ترمنځ د واک د وېش طرحه ده.
هڅه مو وکړه د ښاغلي دانش د دغو څرګندونو په اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو چې ایا دغه څرګندونې د جمهور رئیس د لیدلوري استازیتوب هم کوي که نه؟
خو د جمهوري ریاست ویاندویانو زموږ پوښتنو ته ځواب ونهوایه او نه هم تر اوسه د مصالحې عالي شورا په دې اړه څه ویلي او په دې اړه د ازادي راډیو هڅو هم کومه نتیجه ورنهکړه او مسؤلینو په دې اړه څه ونهویل.
خو په واشنګټن کې د افغانستان د سولې انسټټیوټ مشر او د سیاسي چارو پوه یاسر احمدزی وایي چې د سرور دانش دغه څرګندونې د ارګ او ملي مصالحې عالي شورا ترمنځ د اختلافاتو له امله دي.
ښاغلی احمدزی وايي: "دا په دې معنی ده چې لا هم د جهوري ریاست او سپېدار ترمنځ ستونزې ډېرې دي، هغه روښانه بېلګهیې دا ده چې ولې د یوه حکومت نه دوه بېلې طرحې د یوه هدف، یوه کنفرانس لپاره برابرې شي؟ مخکې مو هم په نظام کې د همدغو اختلافاتو له امله د سولې له نورو ناستو په ځانګړې توګه د دوحې له ناستو هم څه ترلاسه نهشو کړای."
ښاغلي دانش دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د وري په ۲۲مه د سولې د هوکړې په نوم یوه طرحه له رسنیو سره شریکه شوې او ویل شوي چې دا طرحه د ملي مصالحې عالي شورا د نظرونو د توحید کمېټې له شااوخوا ۳۰ طرحو چې د ولسمشر طرحه هم پهکې وه، توحید کړې ده.
د دې طرحې یوه کاپي ازادي راډیو هم ترلاسه کړې ده چې څلور بنسټیزې برخې لري.
- لومړۍ برخه
د افغانستان د راتلونکي لارښود اصول!
په دې برخه کې د خلکو حقونو، ازادیو، بهرني بېپرې سیاست، د اوسني اساسي قانوني ساتنې او په یو شمېر برخو کې تعدیل ته اشاره شوې.
دا لارښود د یوه واحد ملي حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کوي چې د موازي حکومتونو او وسلهوالو ډلو مخنیوی بهیې تګلاره وي.
- دوهمه برخه
د سیاسي لارې نقشه!
په دې برخه کې بیا دوه ټاکنې د "الف" او "ب" په نوم شته چې الف برخهیې د سولې حکومت یادېږي چې د اوسنۍ رهبرۍ په شتون کې د اداري بنسټونو په ساتنې ټینګار کوي او ب برخهیې بیا د سولې لېږدیز یا انتقالي حکومت دی چې جوړښت بهیې هم لږ بدلون ولري.
- درېیمه برخه
راتلونکی سیاسي نظام!
د راتلونکي سیاسي نظام لپاره هم دوه برخې شته. لومړی، ریاستي نظام چې جمهور رئیس او صدراعظم به ولري او دوهم پارلماني نظام چې صدراعظم بهیې په راس کې وي او د اساسي قانون له تعدیل وروسته به جوړېږي.
په دواړو برخو کې د مرستیالانو شمېر څلور ښودل شوی چې یوه بهیې مېرمن او همدا ډول د قومونو مشارکت هم پهکې مطرح دی.
- څلورمه برخه
د جګړې پای!
د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته به په ۲۴ ساعتونو دواړه لوري هر ډول نظامي فعالیتونه په ټپه دروي، اوربند به اعلانوي او پر یوه او بل به بریدونه پای ته رسوي.
طالبان به هوکړه کوي چې په ګاونډیو او د سیمې هېوادونو کې خپل مرکزونه لهمنځه وړي او افغانستان ته راځي.
همدا ډول به له اوربند څخه نړیواله څارنه کېږي او تر خوا بهیې نړیوال ضمانت موجود وي چې پړ لوری معلوم شي.
د دې تر خوا به یې د بهرنیو عسکرو د وتو لپاره سیمهییز او نړیوال ضمانت رامنځته کېږي، څو دا هوکړه په سم ډول عملي او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي او امریکا باید دا مشارکت طالبانو ته په مشروعیت ورکولو سره پرې نږدي.