د کندز ښځینه فعالانې: په زوره د وړو نجونو ودول اندېښنې زیاتې کړي

ارشیف

په کندز کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د دې ولایت په لریو پرتو سیمو کې په زوره د نجونو د ودولو په اړه اندېښنه ښيي.

په کندز کې د ښځو د حقونو ځينې فعالانې د کم عمره نجونو پر ودولو د اندېښنې په ښودلو سره وايي، چې دې مسئلې د نجونو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

دوی زیاتوي، که څه هم په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو د کم عمره نجونو د ودولو د مخنیوی په برخه کې یو سلسله کارونه کړي دي خو لیدل کېږي چې لاهم دغه ستونزه له منځه نه ده تللې.

د ښځو د حقونو فعالې ملالۍ سعد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "لاهم لیدل کېږې چې نجونې په کم عمر کې واده کېږي او په کم عمر کې واده پرې تپل کېږي، دغه چاره بدې او نا سمې پایلې لري، ځکه هغه شمېر نجونې چې په کم عمر کې ودونه کوي ښه راتلونکي نه لري، مورګانې او پلرونه باید له دې کارڅخه ډډه وکړي."

د اغلي سعد په وینا، په کم عمر کې د نجونو په زوره ودول نه یوازې دا چې له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي بلکې نجونې له زده کړو څخه هم بې برخې کېږي.

هغه زیاتوي: "زما په نظر ځینې میندې د فقر له کبله حاضرېږې چې خپلې لوڼې په کم عمر کې مېړو ته ورکړي، دخلکو د پوهاوي کچه هم ټیټه ده، ځکه کوم حقوق چې ښځو ته اسلام ورکړي په اړه یې پوهاوی نه لري او سربېره پر دې په ټولنې کې د ناسم دودونو موجودیت هم دغې ستونزې ته یې لاره هواره کړي ده."

د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې باید د دې کار مخه ونیول شي ځکه په کم عمر کې واده کولو د نجونو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د کندز پوهنتون د حقونو پوهنځې محصلې حبیبې قیومي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اسلام دین او دغه راز د هېواد نافذه قوانینو په دې ټينګار کړی چې په نکاح کې اساسي او اړین شرط د نجلۍ او هلک رضایت دی، کله چې دوی رضایت ونه لري د قوانینو او شرعی له لحاظه دا نکاح هم صحي نه ګڼل کېږي، خو له بدغه مرغه زموږ په ټولنې داشان ستونزې ډېرې شته دي نو هیله ده چې دې ستونزې ته توجه وشي."

د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر وايي، چې دوی په کم عمر کې د نجونو ودولو په اړه په وار وار خلکو ته عامه پوهاوې ورکړی خو لا هم د دې ولایت په لریو پرتو سیمو کې دغه ستونزه شته.

نصیبه هولکر

هولکر وویل: "لا هم د کندز په لریو پرتو او ان د ښار په نږدې سیمو کې په کم عمر کې د نجونو ودونو ستونزې شته دي، خو دغه شان ودونه بدې پایلې لري له امله یې له کوره د نجونو د تېښتې سربېره د دوه کورنیو ترمنځ کرکه او تاوتریخوالی رامنځته کېږي، ان نجونې په ځان وژنې او ځان سوځونې لاس پورې کوي، په زور سره او په کم عمر کې د نجونو د ودولو په اړه موږ د عامه پوهاوي پروګرامونه لرو."

د نوموړې په خبره، چې ناامنۍ، فقر، اقتصادي ستونزې، د سواد د کچې ټیټوالی او دغه شان په ټولنه کې ناسم دودونه او رواجونه هغه لاملونه دي چې لا هم د دې ولایت په ولسوالیو او لریو پرتو سیمو کې نجونې په زوره او په کم عمر کې واده کولو ته اړ ایستل کېږي.