په داسې حال کې چې د ملي پخلاینې عالي شورا وايي، له فرانسې او استرالیا سره د طالب بندیانو د خوشې کېدو پر سر خبرې روانې دي، د ملي امنیت شورا وایي پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي.
د ملي امنیت شورا وايي پاتې ۳۲۰ طالب بندیان تر هغو نه خوشې کوي، چې طالبانو د حکومت پاتې بندیان خوشې کړي نه وي.
صالح محمد صالح د سیاسي مسایلو له شنونکي شیرین خان حبیب څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه په مشخص ډول د ۶ یا ۷ لانجمنو طالب بندیانو د خوشې کېدو پر سر د فرانسې او اسټرالیا اندېښنو، د سولې بهیر څومره اغېزمن کړی؟
Your browser doesn’t support HTML5