د هند په آسام کې د وينې پلازما ورکوونکو ته سرې غالۍ فرشېږي

د ویني پلازما نمونه

د هند په آسام ایالت کې چارواکي د هغو کسانو لپاره سرې غالۍ فرشوي چې نوي د کویډ۱۹ ناروغۍ څخه روغ شوي او د خپلې وینې پلازماوې پر دغې ناروغۍ نورو اخته کسانو ته وړیا ورکوي.

روانه میاشت چې د هند آسام ایالت اوبو لاندې کړی و او ډاکټرانو پر کویډ۱۹ د اخته یوه سخت ناروغ د درملنې لپاره له بل د کویډ۱۹ له ناروغۍ د روغ شوي کس د وینې پلازما لټوله، روغتیایي چارواکو موندل شوي کس ته کښتۍ واستوله.

د دغه کس د وینې پلازما د ناروغ د وینې له صفر ګروپ سره چې ډېر عام نه دى، سرخوړ.

د هند په دې شمال لویدیځ ایالت کې چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدا سره یې روغتایي خدمتونه ډېر کمزوري شوي، چارواکي له کویډ۱۹ ناروغۍ څخه نویو روغ شویو کسانو ته چې د وینې پلازما وړیا ورکوي، سرې غالۍ فرشوي.

که څه هم په دې اړه چې له کرونا ویروس د روغ شویو ناروغانو انټي باډي به د نورو ناروغانو له درملنې سره څومره مرسته وکړي، تراوسه بشپړې څېړنې نه دي شوي خو روغتیاپالان ګومان کوي چې انټي باډي به یې د دغه ویروس په وړاندې ډېره اغېزمنه وي.

د آسام چارواکود دې لپاره چې د ډېرو له کويډ۱۹ څخه د روغ شویو کسانو پلازما راټوله کړي، هغوی ته چې خپله پلازما ډالۍ کوي، په دولتي ادارو کې د استخدام لومړیتوب د او اپارتمانونو په وېشلو کې امتیازونه په پام کې نیولي دي.

دغه راز هم د نورو ایالتونو د اوسېدونکو چې دې ایالت ته د پلازما د ورکولو لپاره ورځې د سفر او نور لګښتونه په غاړه اخلي.

د آسام د روغتیا وزیر هیمانتا بیسوا سارما رویټرز ته وویل کله چې د یوه ناروغ لپاره د وینې د صفر د ګروپ پلازما لټوله یو کس مو وموند چې دې کار ته حاضر شوی و، خلک مو پسې واستول او هغه موروغتون ته راووست چې د وینې پلازما یې واخلو.

هغه د دغه کس نوم وانخیست خو ویې ویل چې ښه هرکلی یې وشو.

د آسام لپاره د دغو هڅو بریالیتوب ځکه مهم دی چې دغه ایالت د کويډ۱۹ د سختو ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیایي امکاناتو د لرلو له پلوه ډېر خوار دی.

نوې ډهلي کې روغتیايي کارکوونکی پر کویډ۱۹ اخته کسانو معاینې کولو ته انتظار باسي.

په آسام ایالت کې چې سیلونو تر اوسه د شاوخوا سل تنو ژوند اخیستی او درې میلیونه وګړي یې زیانمن کړي، تر اوسه څه باندې ۳۲ زره د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او د ۷۹ کسانو مړینه تایید شوې ده.

خو اټکل کېږي چې د سېپټېمبر د میاشتې په نیمایي کې به په دې ایالت کې د کرونا وبا اوج ته ورسېږي.

په ټول هند کې بیا پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمیر یو میلیون او څلور لکه کسانو او ترې د مړو شویو شمېر نژدې ۳۳ زرو ته رسېږي.