د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

هند کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر یو میلیون ته نږدې شو


هند
هند

په هند کې پرون چهارشنبه د کرونا ویروس ۳۲ زره او ۶۹۵ نوې پیښې ثبت شوې چې په دې سره په دې هېواد کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر یو میلیون ته نږدې شو.

د کرونا ویروس د دغو نویو پېښو له زیاتېدو سره د هند په زیات نفوس لرونکي لوېدیځ ایالت ګوا کې چې دوه اوونۍ د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوی و، بېرته بندیزونه لګول شوي دي.

د هند د روغتیا وزارت پرون تأیید کړه چې په ټول هېواد کې ۹۶۸ زره او ۸۷۶ د کرونا ویروس پېښې ثبت شوي، خو دغه‌راز یې په ۲۴ ساعتونو کې له دې ویروسه د ۶۰۶ کسانو د مړه کېدو خبر هم ورکړ چې دا په یوه شپه او ورځ کې د مړینو نوی ریکارډ دی.

په دې سره په هند کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۲۵ زرو ته ورسېد.

د هند د روغتیا وزارت وایي چې له دې ویروسه د رغېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

د هند د لسګونه نورو ایالتونو په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس د سرایت خطر په‌کې زیات دی، بندیزونه لګول شوي او یوازې اړینو، خوراکي موادو او روغتیایي خدمتونو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د ورلډومېټرز اینفو وېب‌پانې د شمېرو له مخې په ټوله کې نړۍ کې پر کرونا د اخته شویو کسانو شمېر نږدې ۱۳ میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو او د مړو شویو نږدې ۵۰۰ او ۸۷ زره کسانو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG