د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

نړۍ کې په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ۲۳۰ زره زیاتې پېښې ثبت شوي


تېره ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ زره پېښې ثبت شوې.
تېره ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ زره پېښې ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په نړۍ کې په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۲۳۰ زره واوښت.

دغه سازمان د یکشنبه په ورځ د جولای ۱۲ وویل چې دا شمېر کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

په دې سره په نړۍ کې په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمېره دولس میلیونه او پنځه سوه زره کسانو ته ورسېده، له همدې شمېرې څخه ۵۶۲ زره کسان له یادې ناروغۍ مړه شوي دي.

تېره ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ زره پېښې ثبت شوې، په برازیل کې ۴۵ زره او په هند کې د ۲۸ زرو نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

په روسیې، ترکیې او د اروپا په ځینو برخو کې په دې وروستیو ورځو کې د نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دوه تنه متخصصین یې چین ته لېږلي چې له ځایي چارواکو سره یوځای د یاد ویروس د ریښتونې ماهیت او پېژندنې په اړه تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG