د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

له کویډ۱۹ د رغېدو په هدف امیتاب بچهن او ابیشک بچهن ته دعا وشوه


 امیتاب بچهن او د هغه زوی ابیشک بچهن
امیتاب بچهن او د هغه زوی ابیشک بچهن

په هند کې د بالیوډ سینما د فلمي ستورو مینه والو د دوشنبې په ورځ د امیتاب بچهن او د هغه د کورنۍ نورو غړو ته چې په کرونا ویروس اخته شوي دعا وکړه.

دیوتې ساتندرا تیوارا د دوشنبې په ورځ وویل په کلکته کې رویټرز خبري آژانس ته وویل : "موږو امیتاب بچهن او ابیشک بچهن ته د هاون (شمعې بلول) په مراسمو کې دعا وکړه، ځکه دوی په کرونا ویروس اخته شوي دي نو موږ دعا وکړه چې دوی بېرته روغ شي او بېرته موږ ته راوګرځي."

۷۷ کلن امیتاب بچهن، د هغه زوی ابیشک بچهن لا هم د کرونا ویروس له کبله په روغتون کې دي او د امیتاب نږور ایشواریا رای بچهن او اته کلنه لمسۍ یې هم په دې ناروغۍ اخته شوي او په کور کې قرنطین شوي دي.

د بچهن کورنۍ ته د دعا مراسم په ټول هند کې د هغوی د فلمونو د مینوالو لخوا ترسره شول.

په دې هېواد کې ۸۷۸ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG