د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

راپور: هند کې یوه کس تر ۱۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړي


ارشیف
ارشیف

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې په هند کې یوه تن په څو ورځو کې تر سلو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړې دي.

د پېښې تحقیقات روان دي.

د هند په شمال کې د بیهار په ایالت کې د یوه ځوان د واده په مراسمو کې تر ۳۰۰ ډېرو کسانو برخه واخیسته او دا ځوان ۲۶ کلن و، د کوویډ نولس ناروغۍ په څېر نښې یې لرلې او د واده په درېیمه یې ساه وخته.

واده د جون په پنځلسمه و او د بیهار په مرکز پاټنا کې د روغتیایي برخې مسئول راج کیشور چوهدري وایي، د واده او ماتم په محفلونو کې د خلکو تر ګډون وروسته یوسل او یولس کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او نور هغه کسان چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه هغوی قرنطین شوې دي.

چارواکو اوس د مړه شوي زوم له کورنۍ تحقیقات پيل کړې دي.

ډاکتران نه پوهېږي چې دا دومره ډېر کسان په یوځای د مړه شوي زوم له امله په کرونا اخته شوې دي که د دوی یوځای کېدل د دې سبب شوي دی، ځکه چې کورنۍ تر مړینې وروسته دستي د دې ځوان جسد سوځولی دی، د دې ځوان خپله مېرمن په کرونا ویروس نه ده اخته شوې د کورنۍ نور غړي یې هم نه دې کرونا شوي.

چوهدري وویل، دا ځوان اینجنیر و، نوي ډيلي ته یې نژدې د ګارګون په نوم سیمه کې کار کاوه او تر خپل واده یوه اوونۍ مخکې بیهار ته راغلی و، تر واده مخکې یې لږ لږ تبه کېده او معده یې خرابه وه، نو د لنډې مودې په مخه په روغتون کې بستر شو، خو کورنۍ یې دی له روغتونه بهر کړ او د واده محفل یې ورته جوړ کړ چې درې سوه کسانو برخه په کې واخیسته.

تر واده دوه ورځې وروسته، یعني په درېیمه دی مړ شو او د ویر په مراسمو کې یې شاوخوا دوه سوه کسان راغونډ شول.

په هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه سست شوي دي خو حکومت ویلي دي چې د ودنو په محفلونو کې به تر پنځوسو ډېر کسان نه سره غونډېږي او د ویر په مراسمو کې به تر شلو ډېر نه سره یوځای کېږي.

XS
SM
MD
LG