د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د هندي سینما وتلې ستورې "ایشوریا رای بچن" په کرونا ویروس اخته شوې


ایشوریا رای بچن
ایشوریا رای بچن

د هند د سینما وتلې ستورې ایشوریا رای بچن د کویډ -۱۹ ناروغۍ له کبله روغتون کې بستر شوې.

هندي رسنۍ وایي، د ایشوریا رای د کورنۍ ۴ نور غړي هم کرونا نیولي چې د نوموړې خسر امیتاب بچن، خاوند یې ابیشک بچن او لور یې ار ادیا بچن دي.

خپله امیتاب بچن تېره اونۍ پر ټویټر ولیکل چې کرونا ویروس نیولی دی.

له دې وروسته یې زوی ابیشک بچن هم پر خپله ټویټر پاڼه په کرونا ویروس د اخته کېدو خبر خپور کړ.

په هند کې څه باندې دوه میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او د دغه هېواد په سیاحتي ښار ګوا کې وروستیو کې بیرته بندیزونه ولګېدل.

XS
SM
MD
LG