واشنګټن ټایمز: د افغان سولې خبرو کې ډېر پرمختګ شوی

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګتن ټایمز

واشنګتن ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالتونو جګپوړي مذاکره کوونکي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په واشنګتن کې خبرې غونډې ته وویل چې موږ خوشبینه یوو او د بین الافغاني خبرو د پيلېدو په خوا د حرکت په حال کې یوو.

ورځپاڼه لیکي چې دا هیلې په داسې وخت کې پيدا شوې دي چې په فبروري کې د ټرمپ د ادارې له لورې تاریخي توافق چې له طالبانو سره یې وکړ له یو لړ بریدونو وروسته له خطر سره مخامخ شو.

واشنګتن ټایمز بیا د ملګرو ملتو کلني راپور ته اشاره کوي چې د دوشنبې په ورځ خپور شو او پکې ادعا وشوه چې طالبان له القاعده سره لا هم نژدې اړیکي لري.

طالبانو له امریکایانو سره د سولې په توافق کې ژمنه کړې ده چې له القاعده سره به اړیکې قطع کوي، خو واشنګتن ټایمز د دې سربیره د زلمي خلیلزاد په وینا لیکي چې د سولې په خبرو کې په وروستیو اونیو کې ډير پرمختګ شوی دی.

د افغان سولې د پرمختګ لپاره تل پر دې ټینګار شوی دی چې یوه سیمه ییزه اجماع پکار ده.

د سیمې په هېوادو کې تر ټولو هند په افغانستان کې ډيره پانګونه کړې ده چې څه باندې دوه میلیارډه ډالرو ته رسېږي.

نوې ډيلي افغان سولې ته یو ډول د شک په سترګه ګوري.

د اپرېل په دوهمه نیمایي کې چې زلمی خلیلزاد هند ته ولاړ، هندي چارواکو د طالبانو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ښاغلي خلیلزاد له هنده وغوښتل چې په مستقیم ډول دې له طالبانو سره په تماس کې شي.

  • د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي تحقیقاتي مرکز

د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي تحقیقاتي مرکز چې مرکز یې په واشنګتن کې دی په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې یوه څانګه په نوي ډيلي کې پرانیسته.

دغه مرکز په افغان سوله کې د هند د ونډې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی دی.

د دې لیکنې په پيل کې د هند اندېښنو ته اشاره شوې ده چې د سولې د تړون له لاسلیکېدو سره به طالبان د افغانستان په سیاست کې پراخ نقش پيدا کړي او له دې څوک انکار نه شي کولی چې د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره له طالبانو سره په ځانګړي ډول له حقاني شبکې سره اړیکې لري.

په دې څيړنیز مطلب کې بیا لیکل شوې دي چې یوشمیر سره مرتبطې ستراتيژۍ ښایي د هند ګټې په افغانستان کې خوندې کړي، یوه یې دا یاده کړې ده چې هند دې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د یوه ځانګړي استازي پر ټاکنه غور وکړي څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د خبرو پرمهال د هند نظر ته هم توجه کېږي، له افغان حکومت او مطرح سیاسونو سره دې اړیکې پراخې کړي او د طالبانو له ځانګړیو استازیو سره دې په ارتباط کې شي.

په مطلب کې نوي ډيلي ته دا مشوره هم ورکړل شوې ده چې د افغان ځواکونو په روزونه کې دې ډېره برخه واخلي او هلته دې د ظرفیتونو د لوړولو پر پروګرامونو پانګونه وکړي.

کارنیګي هند ته دا سپارښتنه هم کوي چې په سیمه کې دې د افغانستان د مسئلې په برخه کې سیالي نه کوي له متحد ایالتونو سره دې د افغانستان د راتلونکې په اړه مشترک دریځ خپل کړي او د ډیپلوماسۍ له لارې دې ورمخته شي.