ایټالیا او اسپانیا کې نرمېدونکي بندیزونه او د امریکا درملو ته هیلې

ارشیف

په داسې حال کې چې په یو شمېر اروپايی هېوادونو لکه ایټالیا او اسپانیه کې دولتونه سوکه–سوکه د کرونا د وبا له کبله لګولي بندیزونه نرموي، په امریکا کې د یوې نوې دوا له جوړېدو سره هيله زیاته شوې چې ښايي د دې وبا شر د انسانانو له سره کم شي.

د اسپانیې حکومت پرون د مې په ۲مه، بالغو وګړو ته اجازه ورکړه چې پارکونو ته ووځي او په خلاصو ځایونو کې ورزش وکړي.

تر تقریباً ۴۹ ورځو عمومي بندیز وروسته، له دې اعلان سره د اسپانیې په ډېرو ښارونو کې پارکونه او سئکونه له خلکو چې منډې یې وهلې او بایسکل‌یې ځغلول، ډک شوو.

ايټالیا په ټوله نړۍ کې دوهم هېواد دی چې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ډېر وګړي مړه شوي، خو حکومت یو لړ تغییرات اعلان کړي دي.

په دې هېواد کې څلور میلیونه وګړي کولائ شي چې د دوشنبې له ورځې کارونو ته ولاړ شي.

د ایټالیا صدراعظم، جوزېپې کانتې

دا خبر پرون د ایټالیا صدراعظم، جوزېپې کانتې اعلان کړ.

خو په بل اروپايي هېواد، فرانسه کې به چې هلته هم ډېر خلک په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي وو، بندیزونه پر ځای پاتې شي.

د فرانسې د روغتیا وزیر پرون په پاریس کې خبریالانو ته وویل: "د ساینس‌پوهانو د کمېټې د ټولو غړو د مشورې او د هغې لایحې پر اساس چې د وزیرانو شورا ته وړاندې شوه، پرېکړه شوې چې بېړنی حالت د جولای میاشتې تر ۲۴مې پر ځای پاتې شي.

په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر پرون ۱،۱ میلیون بلل شوی دی.

دا په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې دي.

په امریکا کې له دې کبله د مړو شمېر ۶۵۰۰۰ ته لوړ شوی دی.

په همدې حال کې، په امریکا کې ډاکترانو یوه نوې دوا ازمویلې او په ازموینو کې څرګنده شوې چې دا دوا د کرونا په ویروس د اخته وګړو له رغېدو سره مرسته کوي او اخته کسان له دې دوا سره ژر جوړېږي.

ارشیف

له دې کبله، خوشبيني د زیاتېدو په حال کې ده.

د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه تیر مېلادي کال د ډېسمبر په میاشت کې په چین کې تأیید شوه.

خو د چین حکومت ویلي چې نوې پېښې د کمېدو په حال کې دي.

په چین کې یو شمېر فابریکو او کارځایونو ته د فعالیت اجازه هم ورکړل شوې ده.

په هند کې چې ۱،۳ میلیارده وګړي په‌کې اوسېږي، د نړۍ په کچه تر هر بل هېواد زیات پراخ‌بنسټی بندیز اعلان شوی دی.

په هند کې به تر دوو اوونیو بندیزونه پر ځای وي.

امریکا: د یوه درمل ازمېښت ثابته کړې چې په کرونا اخته کسان تداوي کېږي

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون ویلي چې په روسیه او پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

د دې پوهنتون په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۱۸۰۰۰ زیات شوی او ۴۰۰ تنه له دې کبله مړه شوي.

روسیه کې پر کرونا اخته کس

په همدې حال کې، په روسیه کې د ناروغانو شمېر ۱۲۴ زرو ته لوړ شوی او ۱۲۰۰ تنه مړه شوي دي.

ډاکتران ټینګار کوي چې خلک باید له دې ناروغۍ د ځان د ساتلو لپاره لاسونه وخت نا وخت په صابون پرېمینځي، ماسک واغوندي او له نورو خلکو سره نږدې نه‌شي.