د امریکا او ناټو لوړپوړو چارواکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقهلیک تر لاسلیک یوه ورځ مخکې ویلي چې په افغانستان کې یې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی لیدلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې اړه د جمعې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې په غونډه کې خبرې وکړې.
پومپیو همداراز په افغانستان کې د ایران د فعالیت یادونه وکړه او ویېویل چې د ایران فعالیتونه له نږدې څاري چې د افغانستان د سولې هڅې اخلال نهکړي.
ده وویل چې په افغانستان کې د ایران فعالیتونه خپل تاریخ لري او تهران هڅه کوي چې د یوه تخریبګر په توګه عمل وکړي.
ده زیاته کړه: "په افغانستان کې د ایران د فعالیتونو تاریج شته چې د یوه تخریب کوونکي په توګه عمل کوي. موږ په تېرو شپږو ورځو کې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی ولید او موږ دا له نږدې څارو چې ایا جمهوري اسلامي ایران په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د هڅو د ضعیفه کولو په برخه کې لازیات فعالیت کوي که نه."
د ایران فعالیتونه خپل تاریخ لري او تهران هڅه کوي چې د یوه تخریبګر په توګه عمل وکړي
د امریکا دې لوړپوړي ډیپلوماټ په افغانستان کې د ایران د فعالیتونو په اړه جزئیات ورنهکړل، خو پخوا امریکايي چارواکو پر ایران تور پورې کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو تهران دا تورونه رد کړي.
په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د کمي یوه اوونۍ تېره شپه پای ته ورسېده.
په دې اړه نور: نن شپه ۱۲ بجې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږيد دې مرحلې پر مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښې او حملې راپور شوې، خو د لویو حملو خبر نهدی ورکړل شوی.
بل لور ته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمي هرکلی کړی، خو ویلي يې دي چې په دې هېواد کې سولې ته د رسېدو لاره اوږده ده.
سټولټنبرګ په بروکسل کې په خبري غونډه کې زیاته کړه: "د افغانستان د کړکېچ د سولهيیز حل یوازنۍ لاره بینالافغاني مذاکرات او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه ده او دا بل اقدام دی. سولې ته د رسېدو لاره اوږده او ستونزمنه ده. خنډونه شته او د تخریب کوونکو خطر تل شته، خو موږ او افغانان سولې ته ژمن یو او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړو."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن شنبه لاسلیک شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو به په قطر کې له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.
دا خبره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې یو کال اوږدې شوې.
سټولټنبرګ وویل چې د دې موافقې لاسلیک لومړی ګام دی او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره به مهم وي.
له افغان حکومت سره د امریکا او ناټو ګډه اعلامیه
د بینالافغاني خبرو پیل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقهلیک برخه بلل کېږي. ټاکل شوې ده دا خبرې د مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شي.
همداراز د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي نن کابل ته رسېږي.
په دې اړه نور: د امریکا دفاع وزیر او ناټو عمومي منشي کابل ته راځيافغان چارواکي وايي چې د دې سفر پر مهال به مارک اسپر او ینس سټولټنبرګ په کابل کې له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو د دوام په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.