د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ټاکل شوې تر راتلونکي ۵ ورځو د تاوتریخوالي د کمولو مرحله پیل شي.
د دې وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، دغه کار د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ ترسره کېږي.
ښاغلي اندرابي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په کابل کې د ولایتونو امنیه قوماندانانو په یو ورځني ورکشاب کې وکړې.
ښاغلی اندرابي زیاتوي: "ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اساس د تاوتریخوالي د پیلېدو مرحله پیل شي، د تاوتریخوالي راکمېدل چې طالبان ورته اماده شوي د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه برحقه ده."
نوموړي ویلي، طالبانو ژمنه کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو په مرحله کې به انتحاري حملې، بمي چاودنې او توغندیز بریدونه نهکوي.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خبره، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو برحقې مبارزې طالبان دې ته اړ کړل چې تاوتریخوالی راکم کړي.
مسعود اندرابی وايي، که طالبان د تاوتریخوالي د راکمېدو د مرحلې په وخت کې بیا هم بریدونه وکړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بهیې بېځوابه پرېنږدي.
ښاغلی اندرابي وايي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پوره چمتووالی لري چې د خپل هېواد له ګوټ ګوټ څخه دفاع وکړي، د دفاع ترڅنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې ټولو هوکړهلیکونو ته ژمنه او متعهده دي."
د کورنیو چارو سر پرست وزیر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر حالت کې د خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتووالی لري.
له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي و له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه "هیله بخښونکې" ده، خو له خطره خالي هم نهده.
په دې اړه نور: د تاوتریخوالي د کمېدو په یوه تګلاره د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو ګډ کارخو نن سې شنبه د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یوې خبري غوندې ته وویل چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د راکمېدو په یوې طرحې یې کار پیل کړی چې ژر به وروستۍ شي.